د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات ښار د بند پاشدان په سیمه کې د طالبانو د ګزمې پر یوه موټر د برید په ترڅ کې لږ تر لږه د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي. دې جبهې ادعا کړې چې وژل شوي کسان د الفاروق قول اردو د لومړۍ لواء افسران وو. طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د مقاومت ملي جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید د پنجشنبې شپې شاوخوا لس نیمې بجې د بند پاشدان په سیمه کې ترسره شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی او هغوی د برید له ترسره کولو وروسته سیمه پرېښې ده.
تر دې وړاندې، په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه د بند پاشدان له سیمې څخه د ډزو غږونه اورېدل شوي وو. خو تر اوسه هېڅ رسمي سرچینې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د طالبانو پر وړاندې پوځي مخالفو جبهو په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپلو بریدونو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. د مقاومت ملي جبهې هم تر دې مخکې د زمري میاشتې په پنځمه نېټه اعلان کړی و چې د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی دی.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، طالبانو په هرات کې د یاد شوي برید او همدارنګه د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې، او خپاره شوي معلومات تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








