TOOSnews
اعلان
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د یوه تر ټولو اوږدمهاله استازي د ژوند پای.
نړۍټوس نیوز

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د یوه تر ټولو اوږدمهاله استازي د ژوند پای.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

عبدالغفور روان فرهادي، د افغانستان وتلی دیپلوماټ، وفات شو.

عبدالغفور روان فرهادي، د افغانستان له پېژندل شوو دیپلوماټانو او د بهرني سیاست له مخکښو څېرو څخه، د ۹۶ کلونو په عمر په امریکا کې وفات شو.

روان فرهادي له یوې لسیزې څخه زیات د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازیتوب کړی و او د افغانستان د بېلابېلو سیاسي دورو پر مهال، له مجاهدینو د حکومت څخه نیولې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او بیا د جمهوریت تر نظام پورې، په دې نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازولۍ د دندې مسؤلیت پر غاړه درلود.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دوشنبې په ورځ، د زمري ۵مه، په یوه پیغام کې د عبدالغفور روان فرهادي مړینه د هغه کورنۍ او د افغانستان دیپلوماټيکې ټولنې ته تسلیت وړاندې کړ او هغه یې د هېواد د دیپلوماسۍ له مخکښو شخصیتونو څخه وباله.

همداراز، د عبدالغفور روان فرهادي زوی طارق فرهادي تأیید کړې چې پلار یې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سان‌فرانسیسکو ښار کې د لوړ عمر له امله وفات شوی دی.

عبدالغفور روان فرهادي په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د افغانستان د هغه مهال د اسلامي دولت د ولسمشر برهان‌الدین رباني له خوا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د دایمي استازي په توګه وټاکل شو.

د مجاهدینو د حکومت له سقوط او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له رامنځته کېدو وروسته، هغه لا هم د دې استازولۍ د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ، او د جمهوریت له جوړېدو وروسته هم په خپل مقام پاتې شو.

هغه تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی و. په دې مقام کې یې د ۱۳ کلونو پرله‌پسې حضور درلود، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د استازیتوب تر ټولو اوږده دوره بلل کېږي. دا دوره د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو سختو او له بدلونونو ډکو پړاوونو سره هم مهاله وه.

روان فرهادي یوازې دیپلوماټ نه و، بلکې د افغانستان له علمي او فرهنګي مخکښو شخصیتونو څخه هم ګڼل کېده.

هغه په ۱۹۲۹ میلادي کال کې په کابل کې زېږېدلی و. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په افغانستان کې بشپړې کړې او وروسته د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ.

هغه په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د پاریس د سیاسي مطالعاتو له انسټیټیوټ څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې فارغ شو او هم مهاله یې د سوربن پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د لرغونو ژبو، لکه سنسکرټ او اوستا، او عمومي ژبپوهنې په برخو کې څېړنې وکړې.

هغه په ۱۹۵۵ میلادي کال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه او د دوکتورا رساله یې د خواجه عبدالله انصاري د اثارو، افکارو او عرفان څېړنې ته ځانګړې کړې وه.

عبدالغفور روان فرهادي په پښتو، دري، فرانسوي، انګلیسي او عربي ژبو بشپړ تسلط درلود او د څو لسیزو سیاسي، علمي او فرهنګي فعالیتونو په ترڅ کې د افغانستان د نړیوالې دیپلوماسۍ له اغېزناکو شخصیتونو څخه پېژندل کېده.

د هغه مړینې د افغانستان د یو شمېر دیپلوماټانو، سیاستوالو او فرهنګي شخصیتونو غبرګونونه راپارولي دي. ډېرو کسانو روان فرهادي یو عالم، منځلاری او له هغو دیپلوماټانو څخه بللی چې د افغانستان د سیاسي کړکېچونو په کلونو کې یې په ملګرو ملتونو کې د هېواد د حضور او استازیتوب دوام وساته.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.