د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه امنیتي مرکز د شوي برید مسوولیت د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې وسلهوالې جبهې منلی دی.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، برید د جمعې ورځې په سهار ترسره شوی او ویل کېږي چې د نښتې له پیل وروسته د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ مرکز د طالبانو د مخالفو وسلهوالو تر ولکې لاندې و.
«سپاهیان میهن» جبهه، چې تر دې مخکې یې په رسمي ډول د خپل فعالیت اعلان نه و کړی، د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد د یوه برید مسوولیت پر غاړه اخلي. تر اوسه د دې ډلې د مشرانو او تشکیلاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
یادې جبهې ادعا کړې چې د عملیاتو پر مهال یې له ولسوالۍ څخه یو شمېر وسلې او نور پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
دغه ادعاوې تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نه دي تایید کړي، د مرګژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او طالبانو لا تر اوسه د دې ادعاوو په اړخ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








