د ځايي سرچینو په خبره د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، بدخشان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د بغاوت په تور یو شمېر ځوانان نیولي او وهلي دي.
د سرچینو په وینا، فطرت هغه وخت بدخشان ته سفر وکړ چې د جمعې په ورځ د طالبانو مخالفو ځواکونو د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه.
سرچینې زیاتوي چې یفتل ولسوالۍ لا هم د طالبانو له کنټروله بهر ده او طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې بېرته یې تر خپل واک لاندې راولي. د همدې وضعیت له امله، د سرچینو په خبره، طالبانو د سیمې د یو شمېر ځایي اوسېدونکو او بېګناه ځوانانو په نیولو او شکنجه کولو لاس پورې کړی او د هغوی انځورونه او معلومات یې هم رسنیز کړي دي.
همداراز، د سرچینو د معلوماتو له مخې، د بدخشان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو څخه د طالبانو ضد وسلهوالو تحرکاتو راپورونه هم ورکړل شوي، خو د دغو ادعاوو په اړه لا خپلواکې او کره شوي معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








