ځیني پخواني افغان پوځیان وایي چې د طالبانو امنیتي چارواکو په وروستیو اوونیو کې په کندهار کې د دوی څارنه او تعقیب زیات کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو له امنیتي محدودیتونو زیاتولو سره هم مهاله د ځینو پخوانیو پوځیانو لپاره د پاسپورټ، تذکرې او سفر د اجازې ورکولو بهیر هم درولی دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې اقداماتو کې د کور په کور پلټنو زیاتوالی، د اشخاصو د حضور د ډاډ لپاره پرلهپسې اړیکې، او د تګ راتګ او فعالیتونو پراخ څار شامل دي. سرچینې وایي چې دا لړۍ د تېرو میاشتو په پرتله ډېره شدیده شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو مخکې د پخواني حکومت د پوځیانو او کارکوونکو د ثبت پروسه پیل کړې وه، خو اوس یې بیا دا پروګرام له سره پیل کړی او له خلکو یې غوښتي چې خپل معلومات تازه کړي.
باخبره سرچینې وایي چې طالبان اندېښمن دي چې په کندهار کې پاتې ځینې پخواني پوځیان ښايي د حکومت ضد وسلهوالو ډلو یا استخباراتي شبکو سره یوځای شي. له همدې امله پر دغو کسانو امنیتي څار زیات شوی دی.
په کندهار کې پخواني پوځیان وایي چې د طالبانو د «عمومي بخښنې» د اعلان سره سره، دوی لا هم له رواني فشارونو، تکراري پلټنو او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي. دوی وایي چې په عمل کې ورسره د شکمنو کسانو په څېر چلند کېږي او تر دوامدار څار لاندې دي.
د دغو کسانو په وینا، د طالبانو ځواکونه په نامنظم ډول ورسره اړیکه نیسي او د هغوی د ځای، حضور او ورځنیو فعالیتونو په اړه پوښتنې کوي. دوی وایي چې دا اړیکې کله ناکله له کوم واضح دلیل پرته کېږي او نه ځواب ورکول یې کېدای شي پایلې ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








