TOOSnews
اعلان
طالبانو د شاپور ځدراڼ مړينه د افغان ورزش لپاره ستره ضايعه وبلله.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د شاپور ځدراڼ مړينه د افغان ورزش لپاره ستره ضايعه وبلله.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني او نامتو تېز توپ اچونکي، شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د افغانستان د ورزش لپاره ستره ضایعه بللې ده.

فطرت په خپل پیغام کې ویلي، شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په تاریخ او د ورزش په ډګر کې د هېواد په ځلېدو کې بې ساري او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. هغه زیاته کړې، چې د نوموړي مړینه د افغانستان د ورزش د کورنۍ لپاره لوی زیان دی.

د طالبانو مرستیال ویاند د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، د افغانستان کرکټ بورډ او د هغه ټولو مینه‌والو ته وړاندې کړي دي.

هغه د خپل پیغام په پای کې له الله تعالی څخه د شاپور ځدراڼ لپاره د فردوس جنت، د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر دعا کړې او د ارواښاد روح یې ښاد او یاد یې تلپاتی غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د شاپور ځدراڼ له مړینې وروسته د هېواد دننه او بهر ګڼو چارواکو، پخوانیو مشرانو، ورزشکارانو او د کرکټ مینه‌والو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د هغه مړینه یې د افغان کرکټ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.