باخبره سرچینو ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي. د عیني شاهدانو په وینا، ښايي د نیول شویو ښځو شمېر تر دې هم زیات وي.
د معلوماتو له مخې، طالبانو د هرات ښار د بکراباد سیمې له یوه لوی خوراکي پلورنځي څخه لږ تر لږه دوه ځوانې نجونې نیولې دي. بکراباد د هرات په سوېل کې هغه سیمه ده چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه مذهبه دي.
یوه بل عیني شاهد ویلي، طالبانو د هرات ښار د امام فخر رازي څلورلارې په سیمه کې هم یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده. د سرچینې په وینا، نوموړې د طالبانو له غوښتنې سره سم پوښښ نه درلود، او پنځو طالب وسلهوالو یې نیونه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، نجلۍ په یوه درېویلر موټر کې سپره وه او طالبانو د موټر چلوونکی هم د هغې د لېږدولو په تړاو نیولی او له ځان سره وړی دی.
همدارنګه، یوې بلې سرچینې ویلي چې طالبانو د هرات ښار د ۶۴ متره سړک په اوږدو کې ۹ نورې ځوانې ښځې هم نیولې دي.
طالبانو په وروستیو اوونیو کې په هرات کې څو ځله د ښځو د حجاب او پوښښ د څرنګوالي په تړاو د ښځو د نیولو اقدامات کړي دي. دغه ډله ټینګار کوي چې ښځې باید «مانتو» وانه غوندي.
د دغو نیونو پر ضد په نړۍ کې د ۳۰ هېوادونو افغانانو اعتراضي غونډې کړي او له هراتۍ ښځو سره یې د پوښښ د انتخاب د حق ملاتړ څرګند کړی دی. په خپله هرات کې هم د طالبانو د دغو اقداماتو پر ضد لږ تر لږه دوه اعتراضونه شوي، خو طالبانو یې د خپرېدو مخه نیولې ده. د جبرییل سیمې په یوه اعتراض کې دوه کسان هم وژل شوي وو.
طالبانو تر اوسه د دغو وروستیو نیونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








