TOOSnews
اعلان
طالبانو د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د استخراج لپاره له خصوصي شرکت سره لس کلن قرارداد لاسلیک کړ.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د استخراج لپاره له خصوصي شرکت سره لس کلن قرارداد لاسلیک کړ.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دې ډلې د تخار ولایت د د سرو زرو د دوو کانونو د استخراج قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی. د دې قرارداد له مخې، اړوند شرکت ژمنه کړې چې ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکایي ډالر پانګونه وکړي او همدارنګه باید د استخراج شوو سرو زرو د ارزښت ۴۰ سلنه طالبانو ته ورکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوه خبرپاڼه کې چې په ایکس کې خپره شوې، ویلي چې دا قرارداد د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، له «عبدالبصیر محمدي افغان» خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی. دغه قرارداد د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د «شول‌درې» او «وارچي» د سرو زرو کانونو د استخراج لپاره دی او د ۱۰ کلونو لپاره اعتبار لري.

د خپرو شویو جزئیاتو له مخې، قراردادي شرکت به د دې دوو کانونو د پراختیا او استخراج لپاره ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکایي ډالر پانګونه کوي. همدارنګه په قرارداد کې د طالبانو لپاره ۴۰ سلنه رویالټي ټاکل شوې ده، چې له مخې یې شرکت مکلف دی د استخراج شوو سرو زرو د ټول ارزښت ۴۰ سلنه، پرته له دې چې لګښتونه، ګټه یا تاوان په پام کې ونیول شي، طالبانو ته ورکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت همدارنګه ویلي چې د دې قرارداد له مخې د سیمه‌ییزو خلکو برخه دوه میلیونه ډالره ده چې د ټولنیزو خدماتي پروژو لپاره به په تخار ولایت کې لګول کېږي.

طالبانو د افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد د کانونو او طبیعي زېرمو استخراج د خصوصي کورنیو او بهرنیو شرکتونو، په ځانګړي ډول چینایي شرکتونو، له لارې پراخ کړی دی.

په همدې حال کې، یو شمېر وګړي او د طالبانو منتقدین د کانونو د ورکړې له څرنګوالي انتقاد کوي. دوی وايي چې د تخار او بدخشان د سرو زرو کانونه، د بامیان طبیعي زېرمې، د شمال د مالګې کانونه، د هرات کانونه او د پنجشېر قیمتي ډبرې تر اوسه د خلکو لپاره د پام وړ ګټه نه ده لرلې. د هغوی په وینا، نه په کان لرونکو سیمو کې اغېزمنه پانګونه شوې او نه هم ځایي اوسېدونکي د دغو کانونو له کاري فرصتونو څخه برخمن شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.