د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درې افغان کډوالو د سوځولو د پېښې په اړه له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې د دې پېښې هر اړخیزه، شفافه او عادلانه څېړنه وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د یادو افغان کډوالو وژنه «جنایي، ظالمانه، زړه بوږنوونکې او غیرانساني» بللې او په سختو ټکو یې غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې ایټالیايي چارواکي باید د پېښې د څرنګوالي د روښانولو ترڅنګ د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د خوندي کولو او د عدالت د تامین لپاره لازم اقدامات وکړي. وزارت همداراز په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ژوند، امنیت او اساسي حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې د پېښې یوازینی ژغورل شوی افغان، تاج محمد علمیار، د ایټالیا ملي تلویزیون ته ویلي، د معاشونو د نه ورکولو پر سر له دوو پاکستانیانو سره یې شخړه رامنځته شوې وه. د هغه په وینا، کله چې دوی له کاره بېرته راګرځېدل، د کار د څښتنانو له ډلې یوه کس پر موټر پټرول وشیندل او بل کس د موټر دروازې وتړلې، چې وروسته موټر ته اور واچول شو.
په دې پېښه کې درې افغان او یو پاکستانی کارګر وژل شوي او ایټالیايي پولیسو د قضیې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








