ځینو سرچینو ویلي، چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو یو ځوان د ږیرې خرېیلو له امله وژلی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو یاد ځوان په یوه ګرم کانټینر کې اچولی و او خوله یې هم ور تړلې وه. ویل کېږي، نوموړي د سختې ګرمۍ او ساه بندۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینو زیاته کړې، چې دغه ځوان د ژوند په وروستیو شېبو کې هڅه کوله په چیغو وهلو خپله خوله خلاصه کړي، خو د ادعا له مخې، طالبانو د هغه پر چیغو ملنډې وهلي.
د وژل شوي ځوان یو خپلوان وايي، طالبانو وروسته د هغه جسد د کندهار د عینو مېنې په سیمه کې په داسې حال کې غورځولی و، چې لاسونه او خوله یې تړلي وو.
تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، او دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
لیکوال:سعید سمیر








