د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره، د روسیې او د دغه هېواد د انرژۍ د پېرودونکو هېوادونو پر وړاندې د ځینو پلان شویو بندیزونو او تعرفو پلي کول وځنډول او دا پرېکړه یې د امریکا د ملي ګټو په چوکاټ کې وبلله.
رویټرز خبري آژانس د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، راپور ورکړ چې دغه فرمان د جمعې په ورځ خپور شوی او په کې له هغو قانوني محدودیتونو څخه معافیتونه شامل دي چې موخه یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر مسکو د اقتصادي فشار زیاتول وو.
د یاد قانون له مخې، واشنګټن کولای شوای د روسیې د تېلو او ګازو د پنځو سترو پېرودونکو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې ولګوي. دغه محدودیتونه هغه هېوادونه هم رانغاړل چې د روسیې پر وړاندې د بندیزونو په تېښته او له هغو څخه په سرغړونه کې یې رول درلود.
ټرمپ په خپل فرمان کې ویلي چې د معافیتونو دوام به تر هغه وخته معتبر وي، څو چې دی یا د هغه د حکومت لوړپوړي چارواکي د نورو اقداماتو اړتیا تشخیص کړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د تېلو او سونتوکو د بیو لوړېدو په امریکا کې د اقتصادي لګښتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. شنونکو خبرداری ورکړی چې د روسیې د انرژۍ پر پېرودونکو هېوادونو د پراخو تعرفو لګول ښايي د نړۍ د تېلو بازار تر فشار لاندې راولي او د امریکايي مصرفوونکو لګښتونه لوړ کړي.
چین او هند، چې د روسیې د تېلو له سترو پېرودونکو څخه دي، تر دې وړاندې د دغو محدودیتونو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په همدې حال کې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي، کریل دمیتریف، د دغو اقداماتو ځنډول یوه مهمه پرېکړه بللې ده.
خو د نویو محدودیتونو ځنډول د روسیې پر وړاندې د امریکا د پخوانیو بندیزونو د لغوه کېدو په معنا نه دي. د ټرمپ حکومت لا هم دا واک لري چې په معافیتونو کې بیاکتنه وکړي او نوي اقدامات وضع کړي.
لیکواله:رویا ستانکزی








