TOOSnews
اعلان
د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ ۱۲ کلي د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.
افغانستانټوس نیوز

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ ۱۲ کلي د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تخار د بهارک ولسوالۍ په ۱۲ کلیو کې د اوبو کمښت؛ کورنۍ د څښاک اوبو لپاره تر ۱۰ کیلومترو پورې مزل کوي.

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ د قوقیې سیمې په ۱۲ کلیو کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي د څه باندې دوه زره کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دغو کلیو اوسېدونکي وایي، د ورځني اړتیا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره کله ناکله اړ کېږي چې تر ۱۰ کیلومترو پورې واټن ووهي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پاکو اوبو د سرچینو د نشتوالي له امله ځینې وختونه له ډنډونو او ککړو اوبو څخه ګټه اخلي، چې د هغوی په وینا، د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.

د بهارک ولسوالۍ یو اوسېدونکی، عبدالرزاق، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، د ناپاکو اوبو کارول د خلکو او څارویو ترمنځ د بېلابېلو ناروغیو د زیاتېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د دې وضعیت دوام د خلکو اندېښنې ډېرې کړي دي او اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د اوبو د کمښت ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی، محمدحسن، وایي چې د اوبو کمښت نه یوازې د خلکو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی، بلکې د مالدارۍ سکتور ته یې هم سخت زیان رسولی دی.

د هغه په وینا، د اوبو د کمښت له امله د خلکو ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي، او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، ځینې کورنۍ به اړ شي خپل څاروي وپلوري.

د بهارک ولسوالۍ د طالبانو مرستیال ولسوال، عبدالرحمان عابد، وایي چې تر اوسه په دې سیمه کې یوازې یوه ژوره څاه کیندل شوې ده. هغه زیاته کړې چې د دې سیمې د اوبو رسولو د خدمتونو پراختیا د پام وړ بودجې ته اړتیا لري.

د قوقیې سیمه د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۲ کیلومتره واټن لري او د دې سیمې په کلیو کې څه باندې دوه زره کورنۍ ژوند کوي.

دا ستونزې داسې مهال دوام لري چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د چنګاښ میاشتې په نیمايي کې، د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت، ویلي وو چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوس د سختې وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي.

یوناما همدارنګه ویلي، وچکالي او د اوبو کمښت لا هم د افغانستان د خلکو لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه شمېرل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.