TOOSnews
اعلان
طالبانو پر هغو كسانو د ۱۴۰۶ كال حج بنديز ولګاوه چې مخكې يې حج كړى وي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو پر هغو كسانو د ۱۴۰۶ كال حج بنديز ولګاوه چې مخكې يې حج كړى وي.

۸ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۶ کال حج لپاره به هغه کسان نوم‌لیکنه نه شي کولای چې مخکې یې یو ځل فرضي حج ادا کړی وي او غواړي د دوهم ځل لپاره حج ته ولاړ شي.

دغه وزارت ویلي، چې د حج د نوم‌لیکنې بهیر به د یکشنبې په ورځ په ټولو ولایتونو کې پیل او یوه اوونۍ به دوام وکړي. د یاد بندیز لامل یې د هغو کسانو ډېر شمېر بللی چې له کلونو راهیسې حج ته د تګ په تمه دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د سراج‌الدین حقاني او امیرخان متقي په ګډون د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي، چې مخکې یې هم حج کړی، په تېرو کلونو کې بیا حج ته تللي دي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې نوی بندیز به پر لوړپوړو طالب چارواکو هم عملي کېږي او که نه.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت همدارنګه ویلي، چې د بدن د مهمو غړو د سختو ناروغیو، ذهني او فکري ناتوانۍ، امیندوارۍ او ساري او تنفسي ناروغیو لرونکي کسان هم د حج سفر ته نه شي تللی. د وزارت په وینا، دغه محدودیتونه د سعودي عربستان د حج، عمرې او روغتیا وزارتونو د لارښوونو پر بنسټ لګول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له قرعه‌کشۍ وروسته د حج لپاره ټاکل شوي کسان باید د لومړي قسط په توګه ۱۵۰ زره افغانۍ د افغانستان بانک ته وسپاري او د دویم قسط پیسې به د حج د ټول لګښت تر معلومېدو وروسته تحویل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د حج پر مهال یو شمېر افغان حاجیانو د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له خدمتونو شکایتونه کړي وو. د هغوی په وینا، د حاجیانو لپاره په لرې سیمو کې د لږو اسانتیاوو لرونکي استوګنځایونه نیول شوي وو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.