د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران او د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو، نجونو او لږکیو پر وړاندې یې د طالبانو د محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
فایق دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په غونډه کې کړې دي. هغه ویلي چې د طالبانو ځپونکي اقدامات او هغه مقررات چې دې ډلې د ټولنې پر بېلابېلو برخو وضع کړي، د افغانستان له دیني لارښوونو او د خلکو له دودونو سره سمون نه لري او باید لغوه شي.
نوموړي همداراز د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، له راپور څخه هرکلی کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې د یوه نسل لپاره د فرصتونو د له لاسه ورکولو په معنا بللی دی.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د میلیونونو نجونو محرومیت ته په اشارې ویلي چې د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل د ښځو او نجونو پر مخ نه یوازې د هغوی راتلونکی او ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د ټول هېواد راتلونکی هم له ګواښ سره مخامخوي.
فایق د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د هلکانو لپاره د بنسټیزو زده کړو پر ځای د ایډیولوژیکو او جهادي مدرسو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د هغه په وینا، د ماشومانو د کار زیاتوالی او په وسلهوالو ډلو کې د هغوی د جذب او ګومارنې لپاره د زمینې برابرېدل هم د اوسني وضعیت له اندېښمنوونکو پایلو څخه دي. نوموړي د انلاین تعلیمي پروګرامونو او د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
هغه د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل او خپلسري نیونې هم د طالبانو د کړنو له اندېښمنوونکو مواردو څخه بللي دي.
فایق له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د څه باندې پنځو میلیونو افغان کډوالو بېرته ستنېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ډېری دغه کسان په سختو شرایطو کې او د اړینو مرستو له ترلاسه کولو پرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د «په زور نه ستنولو» اصل رعایت کړي او د هغو کسانو له جبري بېرته لېږلو ډډه وکړي چې ښايي له خطر سره مخ شي.
فایق په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل باید د بشري حقونو د مشخصو معیارونو له رعایت سره مشروط وي. د هغه په وینا، دغه تعامل باید د هغو سیاستونو د عادي کېدو لامل نه شي چې د جنسیتي اپارتاید په نوم یادېږي.
نوموړي همداراز د پوهنې، روغتیا او معیشت په برخو کې د بشري مرستو پر بېوقفې دوام ټینګار کړی او د عدالت او حساب ورکونې د تأمین لپاره یې د خپلواکو نړیوالو میکانیزمونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
فایق په دې برخه کې د نړیوالو میکانیزمونو او د جرمونو نړیوالې محکمې پر فعال پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
د هغه په باور، د افغانستان د بحران بنسټیز حل یوازې د داسې سولې د بهیر له لارې شونی دی چې خلک پکې مرکزي رول ولري او په پایله کې یې داسې ټولګډونه او ځوابویونکې حکومتولي رامنځته شي چې د خلکو پر ارادې ولاړه وي.
لیکواله:رویا ستانکزی








