د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم چارواکی کالین سمیت وايي، د طالبانو ۱۳۵ غړي، چې د حقاني شبکې غړي هم پکې شامل دي، د خپلو پخوانیو ترهګریزو فعالیتونو او اړیکو له امله د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
سمیت ویلي، له دغو کسانو څخه ۵۹ تنه اوس هم د طالبانو په حکومت کې دندې لري. نوموړي زیاته کړې چې حقاني شبکه لا هم فعاله ده، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني ورور انس حقاني تر دې مخکې د طالبانو له جوړښت څخه د یوې جلا «حقاني شبکې» موجودیت رد کړی و.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، د طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې او د ځینو ډلو ملاتړ لا هم د ملګرو ملتونو لپاره د اندېښنې وړ دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، په افغانستان او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
سمیت ویلي، که څه هم ټولې دغه ډلې د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې نه دي شاملې، خو په افغانستان کې د هغوی شتون د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.
نوموړي همداراز ویلي، طالبان له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه «فعال ملاتړ» کوي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د څار ټیم په یوه وروستي راپور کې راغلي چې د ټي ټي پي غړي له طالبانو څخه میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.
سمیت زیاته کړې چې طالبان د ځینو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ملاتړ یا زغم سیاست لري او له یو شمېر دغو ډلو سره یې اړیکې په لوړو کچو کې هم دوام لري.
لیکوال:سعید سمیر








