د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استفان دوجاریک، په یوه خبري غونډه کې وویل چې له هغو شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومانو څخه چې افغانستان ته بېرته ستانه شوي، نږدې ۶۰۰ زره یې لا هم زدهکړو او ښوونځي ته لاسرسی نه لري.
دوجاریک د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د راپور په حواله وویل چې د افغانستان ښوونیز نظام له پراخو ننګونو سره مخ دی او دغه وضعیت د ماشومانو لپاره زدهکړو ته لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.
هغه همداراز یادونه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم د زدهکړې له حق څخه بې برخې دي او موجود محدودیتونه د هغوی د زدهکړو د دوام پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د بشري مرستو په برخه کې د موجودو محدودیتونو په اړه وویل چې دغه سازمان او د هغه بشري مرستندوی شریکان، هر کله چې امکان ولري، د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ کوي؛ خو د بودجې دوامدار کمښت د ښوونې او روزنې له برخې څخه د ملاتړ ظرفیت کم کړی دی.
یونسکو هم مخکې ویلي وو چې د طالبانو له واک ته بېرته رسېدو، د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې راهیسې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو څخه بې برخې شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د نجونو د زدهکړو د بندیز دوام په اوږدمهال کې د افغانستان پر اقتصاد او ټولنې پراخې پایلې لرلای شي.
یونسکو د سېشنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، د افغان نجونو د زدهکړو د محرومیت د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وویل چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکې د لومړنیو زدهکړو له دورې وروسته د نجونو او ښځو زدهکړې په رسمي توګه منع دي.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته څو ځله ویلي وو چې د نجونو د زدهکړو لپاره به زمینه برابره کړي. خو سره له دې، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې د هماغه کال د کب په میاشت کې لا هم تړلې پاتې شوې او د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په میاشت کې په پوهنتونونو کې د ښځو پر زدهکړو هم بندیز ولګېد.
لیکواله:سلیمه آریایي








