په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د دښتو پراخېدو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې سره هممهاله خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ دوام، د دښتو پراخېدل او د اوبو د سرچینو کمښت د افغانستان د میلیونونو وګړو ژوند او د هېواد د خوړو امنیت له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
یوناما چهارشنبې، د غبرګولي ۲۷مه، په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په لومړۍ کرښه کې دی او له اوږدمهاله وچکالیو، د حاصلخېزو ځمکو له تخریب او د اوبو له کمېدو سره مخ دی.
په دې پیغام کې ویل شوي چې دا عوامل په مستقیم ډول د خلکو پر معیشت، کرنیزو تولیداتو او د خوړو پر امنیت اغېز کوي او د محلي ټولنو زیانمنتیا زیاتوي.
د سږ کال د دښتو د پراخېدو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې شعار «څړځایونه؛ وپېژنئ، ارزښت یې درک کړئ او بېرته یې احیا کړئ» ټاکل شوی دی. یوناما ټینګار کړی چې څړځایونه د مالدارو ټولنو او د افغانستان د طبیعي ایکوسیستمونو د ساتنې لپاره حیاتي اهمیت لري، خو په وروستیو کلونو کې د دغو سرچینو یوه مهمه برخه زیانمنه شوې ده.
د دې ادارې په وینا، د څړځایونو د ارزښت پېژندل، د محلي ټولنو له پوهې او تجربې ګټه اخیستل، او د طبیعي سرچینو د بیا احیا لپاره پانګونه کولای شي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې لا مقاوم کړي.
یوناما همدارنګه د ځمکې د دوامدار مدیریت او د محلي ټولنو، په ځانګړي ډول د ښځو د توانمندۍ پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې د چاپېریالي بحرانونو پر وړاندې د مبارزې له مهمو لارو څخه بللی دی.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیان ویني، په داسې حال کې چې د نړۍ د ګلخانهيي ګازونو په تولید کې یې برخه شاوخوا ۰.۱ سلنه اټکل شوې ده.
پرلهپسې وچکالۍ، د موسمونو بدلون، ویجاړونکي سېلابونه، د دښتو پراخېدل، د څړځایونو، ځنګلونو او لندبلونو له منځه تلل په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له مهمو پایلو څخه شمېرل کېږي.
سره له دې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه وايي چې د دې ننګونو پر وړاندې د مبارزې او د اقلیمي بحران د اغېزو د کمولو لپاره مالي او عملي ملاتړ لا هم ډېر محدود او ناکافي دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








