وحید عمر،د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند او سلاکار، په هغو څرګندونو کې چې داسې ښکاري د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ د وروستیو پېښو په غبرګون کې یې کړې وې، د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي جریانونو د لویو جوړښتونو او تشکیلاتو پر کړنو نیوکه کړې ده. هغه ویلي، لویو نومونو، ائتلافونو، د رهبرۍ شوراګانو او پراخو تشکیلاتو تر اوسه کومه اغېزناکه پایله نه ده لرلې.
داسې ښکاري چې د عمر د دغو خبرو موخه د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو جوړښتونه او تشکیلات وو. نوموړي، پرته له دې چې د «سپاهیان میهن» ډلې نوم واخلي، ټینګار کړی چې د اغېزناک اقدام لپاره یوازې «څو زړور او نښهوېشتونکي ځوانان» بس وو.
وحید عمر دغه څرګندونې په خپله فېسبوکپاڼه خپرې کړې وې، خو څو ساعته وروسته یې پرته له کوم وضاحت څخه حذف کړې. د دغې لیکنې حذف کېدل هم په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
هغه په خپلې لیکنې کې ویلي وو:
«لوی جوړښتونه، ائتلافونه، د رهبرۍ شوراګانې، سیاسي جریانونه، د رهبرۍ شورا رئیس، د پوځي کمېټې مسئول، د سیاسي دفتر رئیس، د امیر د دفتر رئیس، د سفرونو د دفتر رئیس، د رهبرۍ ویاند، د بهرنیو اړیکو رئیس او نور ګڼ عنوانونه، ټول بېګټې ثابت شوي دي. اغېزناک کار یوازې څو زړور او نښهوېشتونکي ځوانان غوښتل.»
په همدې حال کې، د تازه جوړې شوې وسلهوالې ډلې «سپاهیان میهن» له لوري د شنبې په ورځ د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر ضد د ترسره شوي برید په اړه غبرګونونه لا هم دوام لري. یو شمېر سیاسي څېرو د دغې ډلې له اقدام څخه ملاتړ کړی، او ځینو نورو د دې پېښې وروسته د طالبانو له لوري د ملکي وګړو نیول غندلي دي.
د دغو غبرګونونو په دوام، په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د جمعې په ورځ، په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل:
«د مقاومت او درېدو غږ د هندوکش له زړه څخه اورېدل کېږي.»
هغه ټینګار وکړ چې دغه بدلونونه ښيي،چې ظلم او استبداد په افغانستان کې نه شي کېدای.
نوموړي د یفتل خلک «د افغانستان د آزادۍ ساتونکي» وبلل او زیاته یې کړه:
«د نن ورځې فریاد، د ظلم پر وړاندې د چوپتیا د ماتېدو فریاد دی.»
هغه همداراز وویل، تاریخ به دغه قربانۍ ثبت کړي او د اشخاصو او جریانونو د کړنو قضاوت به راتلونکي ته پرېږدي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د یفتل پایین ولسوالۍ د وروستیو تحولاتو په اړه غبرګون ښودلی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








