د بدخشان ولایت د ښکته يفتل ولسوالۍ د مرکز لنډمهاله نیول د جمعې ورځې (د چنګاښ ۲۶مه) په سهار د عبدالقیوم ملنګ او «سپاهیان میهن» په نوم د یوې نوې وسلهوالې جبهې نومونه د رسنیو او عامه افکارو پام ځانته اړولی.
تر دې پېښې وړاندې، عبدالقیوم ملنګ او د هغه تر مشرۍ لاندې «سپاهیان میهن» جبهه په رسنیو کې ډېر نه پېژندل کېدل، خو د ولسوالۍ د مرکز د څو ساعته نیولو او د دې جبهې د بیرغ له پورته کېدو وروسته یې نومونه په پراخه کچه خپاره شول.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، عبدالقیوم ملنګ، چې قیومخان هم بلل کېږي، د بدخشان د ښکته يفتل ولسوالۍ د سوختهکوه بالا کلي اوسېدونکی دی. عبدالمؤمن ضیا بدخش، چې ځان د نوموړي نږدې پېژندونکی معرفي کوي، ویلي ملګرو یې د «ملنګ» لقب ورکړی و او د ښکار د علاقې له امله به کله ناکله «ښکارچی» هم بلل کېده.
د همدې سرچینې په وینا، ملنګ تر دولسم ټولګي زده کړې کړي او وروسته د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له پوځ سره یوځای شوی و. ویل کېږي، نوموړي لنډمهاله پوځي روزنه ترلاسه کړې او وروسته یې په بېلابېلو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
راپورونه وایي، عبدالقیوم ملنګ د جمهوري نظام پر مهال د امریکا د ځانګړو ځواکونو (Delta Force) ترڅنګ د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه لرله او د یوه عملیاتي ټیم مشري یې هم کړې وه. همداراز ویل کېږي، هغه د پخواني افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو غړی هم و.
د جمهوري نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ملنګ پنجشېر ته ولاړ او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې سره یوځای شو. ځینې راپورونه ادعا کوي چې نوموړي په ۱۴۰۱ کال کې د پنجشېر په دره آرزو سیمه کې د طالبانو د یوې چورلکې د نسکورولو په عملیاتو کې هم برخه لرله، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
تر اوسه د عبدالقیوم ملنګ څو انځورونه، دوه ویډیوګانې او یو غږیزه فایل ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي. په یوه انځور کې هغه د پخواني افغان پوځ په پوځي یونیفورم کې لیدل کېږي او په بل کې د ملي مقاومت جبهې له قومندان خالد امیري سره ولاړ دی.
په یوه خپره شوې ویډیو کې، چې نوموړي ته منسوبه ده، د طالبانو د یوې چورلکې د نسکورېدو صحنه ښکاري او په بله ویډیو کې یو کس، چې ویل کېږي ملنګ دی، خپلو ځواکونو ته د یوه پوځي عملیاتو نقشه تشریح کوي. همدارنګه یوه غږیز فایل کې، چې هغه ته منسوب ده، د طالبانو پر ضد د مبارزې د دوام دلیلونه بیانوي، خو د دې فایل اصالت هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د «سپاهیان میهن» جبهه د ښکته یفتل تر پېښې وړاندې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې نه وه پېژندل شوې او کومه رسمي پاڼه یې هم نه لرله. خو د ولسوالۍ د مرکز د لنډمهاله نیولو او د دې ډلې د بیرغ له خپرېدو وروسته، د همدې نوم په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې ګڼې پاڼې جوړې شوې او د عملیاتو مسؤلیت یې پر غاړه واخیست.
عبدالمؤمن ضیا بدخشا وایي، عبدالقیوم ملنګ وروسته له هغې چې د ملي مقاومت جبهې سره یې اختلاف پیدا کړ، له هغې بېل شو او بدخشان ته ستون شو. د هغه په خبره، نوموړي د مالي ستونزو له امله یو مهال مزدوري کوله، خو په ورته وخت کې یې د خپلواکې وسلهوالې ډلې د جوړولو هڅې هم روانې ساتلې.
د نوموړي په وینا، ملنګ د ی ښکته يفتل له عملیاتو وړاندې یوه کوچنۍ وسلهواله ډله تنظیم کړې وه او څو ځله یې د طالبانو سیمهییزو چارواکو، په ځانګړي ډول د ښکته يفتل ولسوالۍ ولسوال ته، خبرداری هم استولی و.
هغه زیاتوي چې عبدالقیوم ملنګ د مطالعې شوق لري او د «سپاهیان میهن» نوم یې د خپلو ملګرو په مشوره ټاکلی دی. د دې جبهې بیرغ لاجوردي او سپین رنګونه لري او د لمر او سیمرغ د وزر نښې پرې لیدل کېږي. همداراز د «آزادي، عدالت، میهن» شعار، چې دې جبهې ته منسوبو پاڼو خپور کړی، په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د پام وړ ګرځېدلی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، عبدالقیوم ملنګ د ښکته یفتل ولسوالۍ د مرکز د لنډمهاله نیولو په عملیاتو کې په خپله حضور درلود. خو د نوموړي د مخینې، فعالیتونو او د «سپاهیان میهن» جبهې په اړه ډېری ادعاوې لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او موجود معلومات تر ډېره د رسنیو د راپورونو او د نوموړي د نږدې کسانو پر څرګندونو ولاړ دي.
لیکوال:سعید سمیر








