د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې د افغانستان د حضور پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې لپاره مهم دی. د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو غونډه په قرغزستان کې ترسره شوې، خو طالبان په دې غونډه کې حضور نه لري.
مجاهد د سېشنبې په ورځ، د وږي په لسمه، وویل، هغه پرېکړې چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د طالبانو د ادارې له حضور پرته وشي، په سیمهییزه کچه به «نیمګړې» وي. نوموړي د دې سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان اهمیت او په سیمهییزو تحولات کې د دغه هېواد رول په پام کې ونیسي.
د طالبانو ویاند همداراز وویل چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې باید د «ځینو سیاستونو قرباني» نه شي. هغه ادعا وکړه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي په دې غونډه کې د افغانستان د حضور مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د طالبانو د ادارې استازي په دې بهیر کې ګډون وکړي.
مجاهد زیاته کړه، که د سازمان غړي هېوادونه د افغانستان حضور ونه مني او یا دغه هېواد ته د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه ورنه کړي، نو په سیمهییزه کچه به شوې پرېکړې له عملي پلوه لازم ارزښت او اغېز ونه لري.
بلخوا، د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو مشرانو د غونډې په پایلیک کې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. هغوی همداراز د سیمې د امنیت او ثبات په تأمین کې د افغانستان پر مهم رول ټینګار کړی دی.
غړو هېوادونو په دې پایلیک کې ویلي چې د افغانستان د قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار ده.
د پایلیک په امنیتي برخه کې هم د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطیت پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار شوی دی. د غړو هېوادونو مشرانو همداراز د ترهګرو د پولې پورې غاړې د تګ راتګ پر وړاندې د مبارزې او د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه هم د غونډې د پایلیک له مهمو موضوعاتو څخه وه. غړو هېوادونو په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








