د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په خزر سمندرګي کې د لرې واټن ویشتونکو بریدونو پر مهال یو شمېر سمندري بېړۍ په نښه کړي دي، چې د ده په وینا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تړلو پوځي جوپو د لېږد لپاره کارول کېدې. هغه همدا راز زیاته کړه چې په دې بریدونو کې یوه جنګي بېړۍ هم په نښه شوې ده.
زلنسکي دغه راز لیکلي چې اوکرایني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې د روسیې په څو سیمو کې بېلابېل اهداف ویشتلي دي. د هغه په وینا، په دې اهدافو کې په کیروف کې یوه پوځي فابریکه، په تیومن کې د تېلو تصفیهخونه، په یکاترینبورګ کې یو لوجستیکي مرکز او په روستوف-نا-دونو کې د تېلو یوه ډېپو شامله ده.
روسي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو د جزئیاتو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او دا راپورونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








