TOOSnews
اعلان
۱۱۰ ورزشکارانو د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډلو ته لار وموندله.
ورزشټوس نیوز

۱۱۰ ورزشکارانو د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډلو ته لار وموندله.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس د ملي لوبډلو د غوراوي نولسم پړاو سیالۍ د کابل په ګډون د ۲۱ ولایتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو په ګډون، د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شوې او د ملي لوبډلو لپاره د ۱۱۰ ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د بدن جوړونې او فټنس په برخو کې، د بېلابېلو وزني او قدي کټګوریو له مخې ترسره شوې. په پای کې، ۶۰ ورزشکاران د فټنس په برخه کې او ۵۰ ورزشکاران د بدن جوړونې په برخه کې د افغانستان د ملي لوبډلو غړي وټاکل شول.

په انفرادي سیالیو کې، ګلاجان له کابل څخه د «مستر افغانستان» لقب او د ۱۴۰۵ کال د درنو وزنونو د عضلاتو اتلولي وګټله. همدارنګه، مرید سروري له کابل څخه د سپکو وزنونو د عضلاتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ، او مبارز لغماني له لغمان ولایت څخه د مشرانو (پیشکسوتانو) په کټګورۍ کې اتل شو.

په ډله‌ییزه برخه کې، کابل د اتلولۍ جام وګاټه، هرات دویم او بلخ درېیم مقام ترلاسه کړ. د سیالیو په پای کې، غوره ورزشکاران د اتلولۍ په جام، مډالونو او ستاینلیکونو ونازول شول.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.