TOOSnews
اعلان
په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي ۱۳ غړي، د دوو افغان وګړو په ګډون، وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي ۱۳ غړي، د دوو افغان وګړو په ګډون، وژل شوي.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا د ادم خېل درې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې په تېرو دوو ورځو کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ۱۳ غړي، چې دوه افغان وګړي هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ شپږ د ټي ټي پي غړي او دوه افغان وګړي، او د جمعې په ورځ پنځه نور د دې ډلې غړي وژل شوي دي.

د راپور له مخې، وژل شوي افغان وګړي «قاري زینت‌الله» او «لونګین» نومېدل او د ټي ټي پي اړوند د «طارق ګېدار» ډلې غړي وو.

د پاکستان پوځ او پولیسو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) د پېښور ښار ته نږدې د ادم خېل په دره کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو پر ضد تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې عملیات لا هم روان دي او سیمه کلابنده شوې ده.

اسلام‌آباد ادعا کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې ترهګري یو ځل بیا زور اخیستی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې افغان طالبان د ټي ټي پي غړو او مشرانو ته د روزنې مرکزونه او پټنځایونه برابروي او افغان وګړو ته هم اجازه ورکوي چې د پاکستان د دولت پر ضد د دې ډلې په لیکو کې وجنګېږي.

خو افغان طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو په ظاهره هڅه کړې چې د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځ له جګړې کې ځان بې‌طرفه وښيي. تېر کال یې په کابل کې د دیني عالمانو یوه لویه غونډه جوړه کړه او فتوا یې صادره کړه چې له افغانستانه بهر «جهاد» ته تلل فرض نه دي.

خو د طالبانو ځینې چارواکي او پلوی مبلغین بیا هم په پاکستان کې جګړه روا او جایزه ګڼي.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.