د هالنډ د جګړې او نسلوژنې د مطالعاتو انسټېټیوټ یوې نوې څېړنې ښودلي چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي اډو له امله رامنځته شوې ککړتیا اغېزې ښايي د کلونو لپاره پاتې شي او د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښ کړي.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې د پوځي کثافاتو د سوځولو کندې، پاتې مهمات او هغه کیمیاوي مواد چې د جګړې پر مهال په افغانستان کې کارول شوي، د پراخو چاپېریالي ککړتیاوو له اصلي لاملونو څخه دي.
د راپور له مخې، یو شمېر امریکايي سرتېري له افغانستانه تر ستنېدو وروسته په خطرناکو ناروغیو، لکه سرطان، اخته شوي او د امریکا پوځ ځینو ته یې تاوان او روغتیايي خدمات برابر کړي دي.
خو څېړنه ټینګار کوي چې افغان پوځیان او ملکي وګړي، چې په هماغه ککړ چاپېریال کې اوسېدلي، تر ډېره له پامه غورځول شوي او ورته هېڅ ډول ملاتړ یا رسېدنه نه ده شوې.
دا څېړنه د امسټرډام د جګړې، هولوکاسټ او نسلوژنې د مطالعاتو انسټېټیوټ مشرې څېړونکې انیکا اشمډینګ ترسره کړې ده. نوموړې په خپل راپور کې وايي چې د افغانستان په جګړه کې “چاپېریالي عدالت” په نابرابر ډول عملي شوی او افغان قربانیانو ته کمه پاملرنه شوې ده.
اشمډینګ په دې څېړنه کې د “ټکنالوژیکي دوکې” په نوم مفهوم یاد کړی دی. د هغې په وینا، پر علمي معلوماتو او د اندازه کېدونکو معلوماتو ډېر تمرکز د دې لامل شوی چې د هغو کسانو کړاوونه لږ ولیدل شي چې دغو امکاناتو ته لاسرسی نه لري.
دا څېړونکې د امریکايي سرتېرو د روغتیا په اړه د پراخو څېړنو او د افغانانو په اړه د ورته څېړنو د نشتوالي پرتله کوي او وايي چې عام روایتونه او سیاسي او چاپېریالي لیدلوري د دې لامل شوي چې افغان وګړو ته رسېدلي زیانونه لږ تر بحث لاندې راشي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان د جګړې په لوېدیځو رسمي روایتونو کې د ناټو د ځواکونو د تلفاتو شمېر په پراخه کچه خپور شوی، چې پکې د ۲۴۴۸ امریکايي سرتېرو، ۴۵۷ بریتانوي سرتېرو، ۶۶ الماني سرتېرو او ۲۵ هالنډي پوځیانو مرګ ژوبله شامله ده.
خو بل لور ته، د هغو څه باندې ۶۹ زره افغان پوځیانو او پولیسو په اړه چې وژل شوي او همدارنګه د هغو میلیونو ملکي وګړو په اړه چې د جګړې له ککړتیاوو سره مخ شوي، ډېر محدود معلومات خپاره شوي دي.
څېړنه ټینګار کوي چې یوازې د وژل شویو او ټپیانو پر شمېرو تمرکز د جګړې مهمې پایلې پټوي؛ ځکه د جګړې اغېزې یوازې مرګ او ټپي کېدو پورې محدودې نه دي، بلکې چاپېریالي زیانونه او د پوځي حضور له امله رامنځته شوې ککړتیاوې هم اوږدمهاله پایلې لري.
د راپور په دوام کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د پوځي اډو د زهري موادو د اغېزو په اړه پراخې څېړنې شوي او همدې موضوع ځینو امریکايي سرتېرو ته د روغتیايي خدماتو او امتیازاتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.
خو سره له دې، افغان ځواکونه او هغه وګړي چې د دغو اډو شاوخوا اوسېدل، د “زهري تاوتریخوالي” په بحث کې تر ډېره له پامه غورځول شوي دي.
څېړونکې وايي چې د امریکايي پوځیانو لپاره د پرمختللو روغتیايي معلوماتي بانکونو شتون د دقیقو علمي څېړنو زمینه برابره کړې، خو په افغانستان کې د روغتیايي نظام د ویجاړېدو او د امکاناتو د کمښت له امله ورته څېړنې نه دي ترسره شوي او ډېر قربانیان د پېژندنې او ملاتړ له کړۍ بهر پاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








