TOOSnews
اعلان
اڅکزی: دپاكستان ناسمې تګلارې هېواد د بې ثباتۍ لورته بيايي.
نړۍټوس نیوز

اڅکزی: دپاكستان ناسمې تګلارې هېواد د بې ثباتۍ لورته بيايي.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو او د پاکستان د روانو پالیسیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي.

نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، چې د حکومت ناسمې پرېکړې او اقتصادي محدودیتونه نه یوازې سوداګري زیانمنوي، بلکې هېواد د داخلي بې‌ثباتۍ او حتی د کورنۍ جګړې پر لور بیایي.

محمود خان اڅکزي ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پرېکون د خلکو پر ژوند مستقیم منفي اغېز لري او باید پر ځای یې د خبرو او همکارۍ لاره غوره شي.

هغه زیاته کړې، چې روانه تګلاره د ستونزو د حل پر ځای نوي بحرانونه زېږوي او حکومت باید د سیمه‌ییز ثبات لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.