۲۸ کلن افغان پناهغوښتونکی«عبدل خان» په بریټانیا کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او له ماشوم څخه جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د څو مواردو له امله د ناټینګهم ښار د محکمې له خوا په ۹ کاله او ۶ میاشتو بند محکوم شوی دی.
د ناټینګهم محکمې د دوشنبې په ورځ عبدلخان په دوو مواردو کې د جنسي تېري او د ماشومانو سره د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې په څو مواردو کې مجرم وپېژاند. د محکمې د حکم له مخې، هغه به د خپلې سزا له دوهپردریمه برخې له تېرولو وروسته له بریټانیا څخه افغانستان ته وشړل شي.
د اسکای نیوز د راپور له مخې، عبدالخان په ۲۰۱۵ کال کې د انسانقاچاق کوونکو د شبکې له لارې بریټانیا ته داخل شوی و. نوموړی تر دې وړاندې هم له یوه بل ماشوم سره د جنسي اړیکې له امله په ۲۳ میاشتو بند محکوم شوی و.
د محکمې د وړاندې شویو اسنادو له مخې، عبدلخان په اسنپ چت ټولنیزه شبکه کې ځان ۱۴ کلن هلک معرفي کړی و. هغه له دې لارې د ۱۳ کلنې نجلۍ باور ترلاسه کړی او وروسته یې د ناټینګهم ښار د کلیفتن په یوه ځنګلي سیمه کې ورسره لیدلي وو.
محکمې ویلي چې عبدلخان له دې لیدنې وروسته په دوو جلا مواردو کې پر دغې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د ناټینګهمشایر پولیسو هم ویلي چې ترلاسه شوي طبي شواهد د عبدلخان اړیکه له دغه برید سره تاییدوي.
مادلین جانسن، د ناټینګهمشایر پولیسو د قضیې پلټونکې افسره، عبدلخان «فرصتطلب مجرم او ښکارکوونکی» بللی او ویلي یې دي چې هغه د تنکیو ځوانو او کمعمره نجونو لپاره څرګند خطر ګڼل کېږي.
محکمې همدارنګه حکم کړی چې د عبدلخان نوم دې د نامحدودې مودې لپاره د جنسي مجرمانو په نوملړ کې ثبت پاتې شي. د دې حکم له مخې، نوموړی به له خوشې کېدو وروسته هم د جنسي مجرمانو د ثبت اړوند قانوني مکلفیتونه ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








