TOOSnews
اعلان
افغانستان د اېرلنډ پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو سياليو لپاره ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.
ورزشټوس نیوز

افغانستان د اېرلنډ پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو سياليو لپاره ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرېکټ بورډ له اېرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی. د نوې پرېکړې له مخې، رحمت شاه د لوبډلمشر او رحمان‌الله ګربز د مرستیال لوبډلمشر په توګه د لوبډلې مشري کوي.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمت شاه، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شهیدي، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، غضنفر، یمین احمدزی، سلیم ساپی، فضل‌الحق فاروقي او ضیاالرحمن شریفي شامل دي.

همداراز، قیس احمد، فرید ملک، بلال سمېع او بشیر احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه پنځه یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د اګست په پنځمه په بریډي کې پیل شي. دویمه لوبه به د اګست په اوومه هم په همدې ښار کې ترسره شي، او پاتې درې سیالۍ به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه په بلفاسټ کې ترسره شي.

دا لومړۍ یو ورځنۍ لوبلړۍ ده چې رحمت شاه به پکې د افغانستان د یو ورځنیو سیالیو د نوي لوبډلمشر په توګه لوبډله رهبري کوي. نوموړی د حشمت‌الله شهیدي له استعفا وروسته د کرېکټ بورډ له خوا د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.