د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د ځیرکو موبایلونو کارول منع شوي دي. دغه مرکز دا اقدام د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي یوه بله بېلګه بللې ده. یاد مرکز خبرداری ورکړی چې د دې پرېکړې عملي کېدل به د معلوماتو د خپرولو او رسولو بهیر له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، د طالبانو مشر، هبتالله آخوندزاده، په کندهار کې له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې دولتي کارکوونکو ته د ځیرکو موبایلونو د کارولو د منع کولو امر صادر کړی دی. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه امر تر اوسه د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کندوز، بغلان، بادغیس، بدخشان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو ته رسېدلی دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې پلې کېږي چې له دې وړاندې هم پر رسنیو او د خبریالانو معلوماتو ته پر لاسرسي بېلابېل محدودیتونه لګول شوي وو. له دغو محدودیتونو څخه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز او د ویډیویي مرکو محدودول یادېدای شي.
د خوست ولایت یوه سیمهییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د دې طرحې له پلي کېدو سره، د سیمهییزو ادارو د معلوماتو رسولو هغه بهیر چې مخکې د واټساپ د ځانګړو ډلو له لارې ترسره کېده، په بشپړ ډول درېدلی دی.
همدارنګه، د دغه مرکز د راپور له مخې، په ولایتونو کې د باختر خبري اژانس خبریالانو ته ویل شوي چې د خپلو کاري اړیکو لپاره له برېښنالیک څخه کار واخلي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام معلوماتو ته د لاسرسي په بهیر کې د محدودیتونو د زیاتېدو نښه بللې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او د هېوادوالو د معلوماتو د ترلاسه کولو حق او نور اساسي حقوق په پام کې ونیسي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۷۵م ځای کې قرار لري. د بشري حقونو سازمانونو هم څو ځله په دغه هېواد کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








