د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو (T20I) سیالیو په لړۍ کې کوربه وي.
د کرکانفو د راپور له مخې، دغه سیالۍ به د روان کال د سپتمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د هند د ډیلي ښار په «ارون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي.
دا لومړی ځل دی چې د هند کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې د افغانستان پر وړاندې د مېلمه لوبډلې په توګه د یوې دوهاړخیزې شل اوریزې لړۍ برخه ګرځي.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د دې لړۍ له لارې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره خپل چمتووالی لا پیاوړی کړي.
لیکوال:سعید سمیر








