TOOSnews
اعلان
پر مسافر وړونکو الوتکو د برید طرحه کوونکي؛ د القاعدې درې غړي ښايي په راتلونکو اوونیو کې خوشې شي.
نړۍټوس نیوز

پر مسافر وړونکو الوتکو د برید طرحه کوونکي؛ د القاعدې درې غړي ښايي په راتلونکو اوونیو کې خوشې شي.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اتلانتیک له پاسه په الوتنو کې د بمي برید د دسیسې درې محکومان ښايي خوشې شي.

درې هغه کسان چې په ۲۰۱۰ کال کې د مایع بمونو په وسیله د مسافر وړونکو الوتکو د الوځولو د پلان په تور په عمري بند محکوم شوي وو، ښايي د روان میلادي کال تر پایه د بریټانیا له زندانونو څخه خوشې شي.

«ټېلېګراف» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۰مه، راپور ورکړی چې عرفات وحید خان، وحید زمان او ابراهیم ساونت، چې درې واړه د بریټانیا او پاکستان تابعیت لري، د القاعدې د غړي او د دې دسیسې د اصلي طراح عبدالله احمد علي له خوا د اتلانتیک له پاسه په الوتنو کې پر مرګونو د بریدونو د ترسره کولو لپاره جذب شوي وو.

د راپور له مخې، دغه درې کسان په ۲۰۱۰ کال کې د وژنې د دسیسې په برخه کې د ګډون له امله محکوم شوي وو او ټاکل شوې وه چې لږ تر لږه ۲۰ کاله په زندان کې تېر کړي. خو اوس دوی درې واړه د مشروطې آزادۍ د غوښتنې د ارزونې شرایط پوره کوي.

د وحید زمان د قضیې د ارزونې غونډه به د سپټمبر په ۷مه، د عرفات وحید خان د قضیې غونډه د سپټمبر په ۲۱مه او د ابراهیم ساونت د قضیې غونډه د نومبر په ۱۲مه ترسره شي. که له دوی سره مشروطه آزادي ومنل شي، درې واړه کسان ښايي د مشروطې آزادۍ د بورډ له پرېکړې وروسته له زندانه خوشې شي.

د «ټېلېګراف» د راپور له مخې، د دې دسیسې طراح یو لاسي جوړ بم تیار کړی و چې هایدروجن پراکسایډ یې پکې کارولی و او د یوه څښاک په څېر ښکارېدلای شو. د دې ډلې غړو د اتلانتیک له پاسه اووه الوتنې د احتمالي هدفونو په توګه ټاکلې وې او ان د شهادت په اړه یې ویډیوګانې هم ثبت کړې وې.

دا دسیسه په پای کې د عملي کېدو له مخه شنډه شوه، خو په هوايي چلند کې یې پراخې اغېزې لرلې او د دې لامل شوه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د مسافر وړونکو الوتنو پر مهال د مایعاتو د لېږد اړوند امنیتي مقررات بدل شي.

د بریټانیا د مشروطې آزادۍ بورډ ویلي چې د دغو کسانو د خوشې کولو په اړه پرېکړه به له آزادۍ وروسته ټولنې ته د احتمالي خطر د ارزونې پر بنسټ کېږي. یادې ادارې ټینګار کړی چې که د دوی د خوشې کېدو امکان موجود وي، باید معلومه شي چې احتمالي خطر یې د مدیریت وړ دی که نه.

بورډ زیاته کړې چې د خلکو خوندیتوب د مشروطې آزادۍ د قضیو د ارزونې پر مهال د دې ادارې اساسي لومړیتوب دی او هره پرېکړه به د شرایطو او احتمالي خطر د کچې له ارزونې وروسته کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.