د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو غړی په وسلهوال برید کې وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، د مولانا فضل الرحمن د ګوند غړی مولوي عبدالخالق د کوئټې اړوند خانوزۍ سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو هدف ګرځول شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
ځایي سرچینو ویلي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي او تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
تر دې مهاله کومې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د دیني او سیاسي شخصیتونو پر وړاندې هدفي بریدونه زیات شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








