TOOSnews
اعلان
په پاكستان كې د وسلوالو بريدونو شمېر را كم شوى.
نړۍټوس نیوز

په پاكستان كې د وسلوالو بريدونو شمېر را كم شوى.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې د دغه هېواد امنیتي وضعیت د تېرې میاشتې په پرتله ښه شوی دی. د راپور له مخې، په دې موده کې د وسلوالو بریدونو شمېر او له امله یې رامنځته شوي تلفات د پام وړ کم شوي دي.

یاد انسټیټیوټ زیاتوي، چې دا کموالی د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو د زیاتوالي پایله بلل کېږي. سره له دې، راپور ټینګار کوي چې لا هم په ځینو سیمو کې ګواښونه موجود دي او بشپړ ثبات ته د رسېدو لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

کارپوهان باور لري، که څه هم دا پرمختګ مثبت بلل کېږي، خو د دوامدار امنیت د ټینګښت لپاره باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزه په منظم او دوامدار ډول تعقیب شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.