په کندز کې ځايي سرچینې وایي چې د وسلهوالو غلو یوې ډلې د دې ښار په یوه استوګنیز کور ته تر ننوتلو وروسته د کور مېشت مېړه او ښځه په چپرکټ پورې تړلي او د کور له بشپړې پلټنې وروسته یې نغدې پیسې او یو اندازه سره زر له ځان سره وړي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کندز ښار د «زیردوره» سیمې کې رامنځته شوې ده. ځايي شاهدان وایي چې په دې غلا کې څلور وسلهوال کسان ښکېل وو او شاوخوا شل دقیقې یې د کور دننه تېرې کړي دي.
سرچینو زیاته کړې چې غلو کور ته له ننوتلو وروسته د کور ټولې برخې وپلټلې او بیا یې د کورنۍ هغه نارینه غړی، چې معلولیت یې درلود، له چپرکټ څخه ښکته کړ. هغوی د نوموړي شاوخوا دوه زره افغانۍ نغدې پیسې هم له ځان سره یوړې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، غله وروسته د کور زېرخانې (تهکوي) ته ښکته شول او هلته یې د دې سړي د مېرمنې اړوند یو اندازه سره زر وموندل او لوټ کړي یې دي.
تر اوسه مسؤلو چارواکو د دې پېښې په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې، او نه هم د عاملینو د هویت یا د هغوی د برخلیک په اړه کوم جزئیات خپاره شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې راپورونه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وسلهوالو غلاوو د زیاتېدو خبر ورکوي. په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو د غلاوو له امله د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
تر دې وړاندې هم په کابل کې ځايي سرچینو ویلي وو چې ځینو کورنیو د خپلو کورونو د ساتنې لپاره د کورونو پر دېوالونو د ماتو ښیښو ټوټې لګولې دي، څو د غلو د ننوتلو مخه ونیسي.
لیکواله:سلیمه آریایي








