TOOSnews
اعلان
مقاومت جبهه: به بدخشان كې مو پر طالبانو بريد كړى.
افغانستانټوس نیوز

مقاومت جبهه: به بدخشان كې مو پر طالبانو بريد كړى.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت د ارګو–کشم دوه‌لارې په «باغ‌شاه» سیمه کې یې د طالبانو پر یوې پوستې تاکتیکي برید کړی چې له امله یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید د چهارشنبې شپې شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شوی او تر عملیاتو وروسته یې ځواکونه خپلو سنګرونو ته په خوندي ډول ستانه شوي دي. د جبهې په وینا، په عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

مقاومت جبهې همداراز ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د طالبانو پر وړاندې خپل هدفمندو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او خپلواکو سرچینو هم د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.