د طالبانو ادارې اعلان کړی دی چې د کار عالي شورا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کارګرانو د لږترلږه مزد د ټاکلو بهیر او د خصوصي سکتور له خوا وړاندې شوي وړاندیزونه څېړلي دي. د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر په وینا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کسبګرو او هټیوالو خونې استازو هم د کار د بازار د تنظیم او د اقتصادي فعالیتونو د بهیر د ښهوالي په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې پراخه بېکاري لا هم د افغان کورنیو یوه له خورا مهمو اندېښنو څخه شمیرل کېږي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست اعلانیراوېري چې له کسبګرو مالي ملاتړ، د کوچنیو پورونو چمتو کول او د فعالیت جوازونو د صدور د بهیر اسانول، له هغو اقداماتو څخه دي چې کولای شي د بېکارۍ په کمولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د لږترلږه مزد د ټاکلو د موضوع له څېړلو سره سره، تر اوسه پورې د هغې لپاره سمه او مشخصه کچه نه ده اعلان شوې. د طالبانو د ادارې چارواکو د دې بهیر د وروستي کېدو د وخت یا د هغې د احتمالي پلي کېدو په اړه هم نور تفصیلا نه دي وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








