TOOSnews
اعلان
د تاجكستان د بدخشان د والي مرى د افغانستان پر پوله په پنج سيند كې وموندل شو.
نړۍټوس نیوز

د تاجكستان د بدخشان د والي مرى د افغانستان پر پوله په پنج سيند كې وموندل شو.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

تاجکستاني رسنیو د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې له قوله راپور ورکړی چې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر، عليشېر ميرزا نبات، مړی د افغانستان پر پوله د پنج سیند څخه موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د نوموړي موټر د غبرګولي په ۲۷مه د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په سیمه کې د پنج سیند ته لوېدلی و. په موټر کې د هغه مېرمن، کم عمره لور، مرستیال او موټرچلوونکی هم سپاره وو.

د معلوماتو له مخې، د عليشېر ميرزا نبات مړی د چنګاښ په ۵مه، د جمعې په ورځ، د پېښې له ځایه شاوخوا ۲۰ کیلومتره ښکته د پنج سیند په بهیر کې وموندل شو.

راپورونه وایي، د نوموړي د مېرمنې، کم عمره لور او مرستیال د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې لومړنی لامل د موټر چټک سرعت او د موټرچلوونکي له لوري د کنټرول له لاسه ورکول وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، موټر له سرحدي انجنیري تاسیساتو او اغزن سیم سره تر ټکر وروسته پنج سیند ته لوېدلی و.

عليشېر ميرزا نبات ۴۵ کلن و او د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې راهیسې یې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.