د کاناډا حکومت اعلان کړی چې «د کاناډا ملي یادګار د افغانستان ماموریت لپاره» به د کلونو ځنډ وروسته به د ۲۰۲۸ کال په مني کې بشپړ شي.
کاناډایي رسنیو چهارشنبې، د غویي ۱۶ مه، راپور ورکړی چې حکومت په رسمي ډول د دې یادګار د جوړولو کار په اوټاوا ښار کې پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا یادګار به د «لیبرټن فلتس» سیمه کې او د کاناډا د جګړې موزیم په نږدې کې جوړ شي.
د کاناډا د پخوانیو پوځیانو وزیر ویلي چې دا یادګار به «یو دوامداره سمبول» وي د هغو پوځیانو او ملکي کسانو د مننې لپاره چې په افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال خدمت کړی دی.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کلونو پورې په افغانستان کې د کاناډا له خوا له ۴۰ زره زیات پوځیان، او سلګونه ملکي کارکوونکو او دولتي چارواکو ګډون درلود. دا ماموریت د کاناډا تر ټولو اوږد بهرنی پوځي عملیات ګڼل کېږي.
د دې یادګار د جوړولو پلان لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې وړاندې شو او ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي، خو د جوړېدو ځای په اړه اختلافاتو له امله پروژه څو کاله ودریده.
لیکواله:سلیمه آریایي








