د طالبانو لهخوا د «عمومي عفوې» د فرمان د پلي کېدو پرلهپسې ټینګارونو سره سره، د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ ځايي سرچینې وایي چې د افغانستان د پخواني پوځ یو غړی د طالبانو ځواکونو نیولی او کورنۍ یې له څو ورځو راهیسې د هغه له برخلیک څخه بېخبره ده.
د سرچینو په وینا، ابراهیم صفري، چې د زارع ولسوالۍ د «بایه دوستم» کلي اوسېدونکی دی، د غبرګولي ۱۱مه د طالبانو د ترهګرۍ ضد مدیریت ځواکونو لهخوا نیول شوی دی. سرچینې زیاتوي چې د هغه له نیول کېدو راهیسې تر اوسه د نوموړي د ساتنې ځای او وضعیت په اړه د کورنۍ غړو ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو له دغه پخواني پوځي څخه غوښتي چې خپله وسله وسپاري. دا په داسې حال کې ده چې ابراهیم صفري د جمهوري نظام له سقوط وړاندې په هرات او فراه ولایتونو کې دنده ترسره کوله او د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال په رخصتۍ کې و.
د پخواني حکومت د نظامیانو د نیولو په اړه د راپورونو دوام یو ځل بیا د طالبانو د عمومي عفوې د فرمان د عملي کېدو موضوع ته پام اړولی دی. دغه مسئله په افغانستان کې د زرګونو پخوانیو نظامیانو د وضعیت او امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د یو شمېر غړو د نیولو، نادرکه کېدو او وژل کېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. خو طالبانو تل دغه راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.
په داسې حال کې چې د ابراهیم صفري کورنۍ لا هم د هغه د وضعیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په تمه ده، دې پېښې یو ځل بیا د پخوانیو نظامیانو د برخلیک او په افغانستان کې د عمومي عفوې د فرمان د عملي کېدو څرنګوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








