د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د مینهوالو د پراخو اعتراضونو وروسته د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په لوبغالو کې د اوبو د بوتلونو د منع کولو له جنجالي پرېکړې څخه شاتګ کړی دی. دې ادارې څو ورځې وړاندې له سیالیو مخکې اعلان کړی و چې نندارچیان به اجازه ونه لري د بیا کارېدونکو اوبو بوتلونه له ځان سره لوبغالو ته یوسي.
فیفا اوس اعلان کړی چې شفاف پلاستیکي او خالي بوتلونه چې تر یو لیتره پورې ظرفیت ولري، لا هم اجازه لري. دا بدلون د مینهوالو د ډلو د پراخو نیوکو او د تودو هوايي شرایطو په ترڅ کې د اوبو د لاسرسي په اړه د اندېښنو وروسته رامنځته شوی دی.
په لومړني لارښود کې د خالي بوتلونو د وړلو اجازه ورکړل شوې وه، خو په وروستي بدلون کې دا بوتلونه د جامو، قوطیو او شیشیي لوښو ترڅنګ د منع شوو توکو په لست کې شامل شوي وو. فیفا د دې محدودیت دلیل په لوبغالو کې د شیانو د غورځولو له امله د ټپي کېدو د خطر کمول ښودلی و.
د مینهوالو ډلې، په ځانګړي ډول د فوټبال د مینوالو اتحادیې او د «فري لاینز» خدمت، دا پرېکړه غیر ضروري بللې او ټینګار یې کړی چې نندارچیان باید په کوربه ښارونو کې د څښاک اوبو ته اسانه او وړیا لاسرسی ولري. دوی همدارنګه د شخصي بوتلونو د بندیز له امله د لګښتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د فوټبال د مینوالو اتحادیې ویلي چې مخکې یې له فیفا څخه ډاډ ترلاسه کړی و چې نندارچیان به وکولای شي خپل د اوبو بوتلونه لوبغالو ته یوسي. د «فري لاینز» خدمت هم ویلي چې په خپلو ټولو خبرو کې یې له مسؤلینو سره د څښاک اوبو پر وړیا لاسرسي ټینګار کړی و.
فیفا په غبرګون کې ویلي چې د لوبغاړو، قاضیانو، مینهوالو، رضاکارانو او کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب ساتنه د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه ده. دې ادارې همدارنګه ټینګار کړی چې په لوبغالو کې به اوبه او نور څښاک د هغو بیو سره نږدې وپلورل شي چې په ورته ځایونو کې په نورو نړیوالو سیالیو کې ټاکل کېږي.
سره له دې بدلون، د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په لوبغالو کې د منع شوو توکو لست لا هم پراخ دی. د مقرراتو له مخې، د فلاسکو، شیشیي لوښو، یخو بکسونو، سختو بستهبندیو او نورو ورته وسایلو وړل لوبغالو ته منع دي.
همدارنګه د هر ډول مایعاتو تر ۱۰۰ میلیلیتره زیات مقدار، لکه ضدعفوني مواد او د لمر ضد کریم، اجازه نه لري. یوازینۍ استثنا تر یو لیتره پورې د ماشومانو شیدې یا د شیدو پوډر دي چې په معقمه اوبو برابر شوي وي.
د خوړو یا څښاک وړل یوازې په ځانګړو حالاتو کې او د طبي تصدیق له وړاندې کولو سره چې په انګلیسي، فرانسوي یا هسپانوي ژبه وي، ممکن دي. په دې حالت کې باید هغه کس هم په ځای کې حاضر وي چې خوراک یا څښاک یې لپاره منظور شوی وي.
نوو مقررات د نندارچیانو د جامو او چلند په برخه کې هم محدودیتونه وضع کړي دي. هغه کسان چې خپل مخونه یې په بشپړه توګه پټ کړي وي، پرته له طبي، کلتوري یا مذهبي دلیلونو، د ننوتلو اجازه نه لري. د محافظتي وسایلو لکه د مرمیو ضد جاکټونو او د رزمي سپورټونو اړوند وسایلو کارول هم د طبي اجازې پرته منع دي.
فیفا ټینګار کړی هغه کسان چې د ناسم چلند، لوڅوالي یا نیمه لوڅوالي له امله د لوبغالي نظم ګډوډ کړي، له ځایه به ایستل کېږي. همدارنګه د بدن ټټو یا رنګول د جامو په توګه نه ګڼل کېږي.
د مقرراتو له مخې، د کثافاتو غورځول، د لوبغالي تجهیزاتو ته زیان رسول، د څارنې کامرو پټول یا د بیرغونو ناسمه کارونه هم د سزا وړ ګرځي. اجازه ورکړل شوي بیرغونه باید له ۲ مترو څخه په ۱.۵ مترو کې کوچني وي او هېڅ سیاسي، سپکاوي یا تبعیضي محتوا ونه لري.
د نورو منع شوو توکو په ډله کې ډرونونه، لیزري نښې، درېپایه کامرې، مونوپاډونه او د هوايي لوبو وسایل لکه بالونونه او ساحلي توپونه شامل دي. خو فیفا ویلي چې هغه بېهوايي فوټبال توپونه چې د سیالۍ په ورځ د دې ادارې له رسمي مرکزونو څخه اخیستل کېږي، د لوبغالي دننه د وړلو اجازه لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








