د هالنډ پولیسو اعلان کړی چې د دوو افغان کډوالو هویت یې پېژندلی دی؛ د هغوی جسدونه په ۲۰۲۳ کال کې د تسل په ټاپو کې موندل شوي وو. د پولیسو په وینا، د هویت پېژندنې بهیر د دي اېن اې ازموینو او په فرانسه کې د اړوندو ادارو او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په همکارۍ ترسره شوی دی.
د راپور له مخې، د یوه قرباني په جیب کې د فرانسوي سیمکارټ لرونکي ګرځنده ټیلیفون موندل د څېړنو د دوام لپاره مهمه نښه وه. دې موضوع پولیسو ته زمینه برابره کړه چې د مانش کانال په سیمه کې د فعالو خبریالانو او مرستندویه سازمانونو په همکارۍ د هویت پېژندنې هڅې مخته یوسي.
وروستیو څېړنو وښودله چې موندل شوي جسدونه د افغانستان د دوو وګړو وو چې عمرونه یې ۲۰ او ۲۷ کاله وو. دغه دوه افغان کډوال د فرانسې او بریټانیا ترمنځ د مانش کانال د اوښتلو پر مهال ورک شوي وو او له هغه وروسته یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه وو.
د هالنډ د پولیسو ویاند اروین سینتنیه ویلي: «دا خبر د هغوی د کورنیو لپاره ډېر دردونکی دی، خو موږ خوشحاله یو چې له ډېر وخت وروسته مو وکولای شول د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه هغوی ته ځواب ورکړو.»
د دغو دوو افغان کډوالو جسدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۶مه نېټه د تسل ټاپو په ساحلونو کې د دوو ځایي اوسېدونکو له خوا په جلا جلا توګه وموندل شول. ځکه چې د قربانیانو هویت معلوم نه و، هغوی هغه مهال د نامعلومو کسانو په توګه خاورو ته وسپارل شول.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسؤلینو هم ویلي چې د دغو دوو کډوالو کورنۍ، سره له دې چې له ژور غم سره مخ دي، د خپلو عزیزانو د برخلیک له روښانه کېدو وروسته یو څه ارام احساسوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








