اروپايي ټولنې ویلي چې د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې لا هم یوه جدي نړیواله ستونزه ده. د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو هېوادونو کې وژل شوي دي.
اروپايي ټولنه زیاتوي، چې دا وضعیت د بیان ازادۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ دی او ښيي چې خبریالان لا هم د خپل مسلک له امله له خطرونو سره مخ دي. د شمېرو له مخې، له ۱۹۹۳ کال راهیسې تر اوسه د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۹۲۲ تنو ته رسېدلی دی.
اروپايي چارواکو ټینګار کړی چې خبریالان باید وکولای شي خپل کارونه پرته له وېرې او ګواښ ترسره کړي. دوی له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره عملي ګامونه واخلي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین عدالت ته وسپاري.
اروپايي ټولنه همداراز وايي چې د رسنیو ازادي د ډیموکراسۍ بنسټ دی او ساتنه یې د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی.
لیکوال:سعید سمیر








