TOOSnews
اعلان
فايق: د حجاب په پلمه د ښځو نيول د دين نه، د وېرې د خپرولو وسيله ده.
افغانستانټوس نیوز

فايق: د حجاب په پلمه د ښځو نيول د دين نه، د وېرې د خپرولو وسيله ده.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له‌خوا په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیولو او ځورولو اقدام غندلی دی. فایق وايي چې دا کړنه نه له اسلامي اصولو سره اړخ لګوي او نه هم د افغانستان له کلتور سره سمون لري.

هغه زیاته کړې، د حجاب په پلمه د ښځو نیول د طالبانو د یوې سیستماتیکې پالیسۍ برخه ده چې هدف یې له ټولنې څخه د ښځو حذفول، د هغوی د اساسي ازادیو سلبول او انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي. فایق ټینګار کړی، د جامو او ظاهري بڼې له امله د ښځو نیول د دین دفاع نه، بلکې د خلکو د ځپلو، وېرولو او په ټولنه کې د وېرې د فضا د خپرولو وسیله ده.

د افغانستان په هرات کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم د طالبانو دغه اقدام غندلی او د بشري حقونو په برخه کې یې جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د هرات ښار په انجیل ولسوالۍ کې د حجاب نه رعایتولو په پلمه پراخ کمپاین پیل کړی او یو شمېر ښځې یې نیولې او له ځان سره وړې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.