TOOSnews
اعلان
په سعودي عربستان کې مکې ته د غیرقانوني ننوتلو په تور پنځه افغانان نیول شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په سعودي عربستان کې مکې ته د غیرقانوني ننوتلو په تور پنځه افغانان نیول شوي دي.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سعودي عربستان د حج امنیتي ځواکونه د افغانستان پنځه وګړي د دې له امله ونیول چې هغوی هڅه کوله پرته د حج له جواز څخه مکې ته په غیر قانوني توګه ننوځي.

د «سعودي ګازټ» ورځپاڼې د جمعې سهار، د غويي ۱۸ مه، راپور ورکړی چې دغه کسانو غوښتل د صحرايي او پلي لارو مکې ته ننوځي.

د راپور په بنسټ، د افغانستان دغه وګړي د حج د قوانینو او لارښوونو د سرغړونې په تور نیول شوي او د قانوني اقداماتو پروسه یې پیل شوې ده.

د سعودي عربستان د عامه امنیت ځواکونه له اوسېدونکو او زیارت کوونکو غوښتنه کړې چې د حج مراسمو اړوند قوانین رعایت کړي او د سرغړونې پېښې اړوندو ادارو ته راپور ورکړي.

سعودي عربستان هر کال د حج د مراسمو د مدیریت لپاره ځانګړي محدودیتونه او قوانین وضع کوي، او هغه کسان چې پرته له جواز څخه دې ښار ته ننوځي، له قانوني تعقیب سره مخ کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.