TOOSnews
اعلان
د ايران له لوري د توغنديو د بريد راپور وروسته په دوبۍ او شارجه کې پروازونه ودرول شول.
نړۍټوس نیوز

د ايران له لوري د توغنديو د بريد راپور وروسته په دوبۍ او شارجه کې پروازونه ودرول شول.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې پر دې هېواد څلور کروز توغندي ویشتل شوي دي. د دې ادارې په وینا، دغه توغندي له ایران څخه پرتو شوي دي. تر دې دمه، د تهران چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

همدارنګه، د فجیره د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د دې ښار د تېلو په صنعتي سیمه کې اور لګېدلی دی. د راپور له مخې، دغه پېښه د یوه بې‌پيلوټه الوتکې له برید وروسته رامنځته شوې او ځینې زیانونه یې اړولي، خو د زیان دقیق جزییات لا نه دي خپاره شوي.

په همدې وخت کې، د فلایټ رادار شبکې راپور ورکړی چې د دوبۍ او شارجه پروازونه موقتي ډول ودرول شول. همدارنګه، الجزیره شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د فجیره د تېلو په تأسیساتو د بې‌پيلوټه الوتکې د ټکر له امله درې هندي وګړي ژوبل شوي دي.

محلي چارواکو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې که اړتیا وي، پناه ځایونو ته لاړ شي. د دې پېښور د ابعادو او احتمالي پایلو په اړه نور معلومات لاسته نه دي راغلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.