امریکايي خبري شبکې فاکس نیوز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د جمعې په ورځ د شپږو پوځي الوتکو په کارولو سره د ایران پر څلورو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، د دغو بریدونو هدفونه د ایران د سواحلو په اوږدو کې، هرمز تنګي ته نږدې سیمو او همدارنګه د قشم ستراتیژیکې ټاپو کې موقعیت درلود.
چارواکي ویلي، قشم ټاپو د هرمز تنګي ته څېرمه د ایران تر کنټرول لاندې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده او د نړیوالو سمندري لارو له مهمو نقطو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د پایلو، احتمالي تلفاتو او یا هم د هدف ګرځول شویو تاسیساتو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
ایراني چارواکو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د فاکس نیوز د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د هرمز تنګي شاوخوا امنیتي وضعیت د نړیوالو اندېښنې راپارولې دي.
لیکوال:سعید سمیر








