لیکواله:سلیمه آریایي
فریډریش مرتس، د آلمان صدراعظم، ویلي چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په پوځي جګړه کې، حالات داسې روان شوي چې امریکا د هغه څه په پرتله چې تمه کېده، کمزورې ښکاري او حتی د ایران لخوا ورته سپکاوی هم شوی ده.
مرتس دغه خبرې د آلمان په مارسبورګ ښار کې د یوې لیدنې په ترڅ کې وکړې. هغه وویل چې په دې ډول جګړو کې یوازې جګړې ته ورتګ اهمیت نه لري، بلکې باید د هغې ځخه د وتلو لپاره یوه واضح لاره هم وټاکل شي.
د آلمان صدراعظم پخوانیو تجربو ته په اشاره کولو وویل چې امریکا په افغانستان او عراق کې هم ورته ستونزو سره مخ شوې وه او نه توانېدله چې په اسانۍ سره له دې جګړو څخه ووځي.
هغه همدارنګه وویل چې ایران په خبرو کې مهارت لري یا په ځینو مواردو کې له خبرو ډډه کوي. د مرتس په وینا، دا مسأله د شرایطو پیچلتیا ته زیاتوالی ورکوي.
مرتس وویل چې اوس مهال واضح نه ده چې متحده ایالات څه ستراتیژي غوره کوي ترڅو دا جګړه پای ته ورسوي او په دې برخه کې هیڅ څرګند لید لوری نه شته.
د آلمان صدراعظم په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ایران رهبري، په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران،د دې لامل شوي چې یو بشپړ ملت په دې جګړه کې تحقیر شي.








