TOOSnews
اعلان
ګوټريش: دهرمز تنګي محدوديتونه د نړۍ اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ كوي.
نړۍټوس نیوز

ګوټريش: دهرمز تنګي محدوديتونه د نړۍ اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ كوي.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د تګ راتګ او کښتۍ چلونې د ازادۍ هر ډول محدودیتونه کولی شي د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ پر بهیر ژور او پراخ اغېز ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالو تېلو د لېږد یوه ستره برخه له همدې لارې ترسره کېږي. د هغه په وینا، هر ډول کړکېچ، امنیتي ګواښ یا بندیزونه په دې سیمه کې نه یوازې د تېلو بیې لوړوي، بلکې د نړیوال بازار ثبات هم له خطر سره مخ کوي.

ګوټریش زیاته کړې، که روان وضعیت کنټرول نه شي، نو دا به د نړیوال اقتصاد د سستوالي، رکود او بې‌ثباتۍ سبب شي، چې اغېزې به یې پر پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو دواړو محسوسې شي. هغه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د سمندري تګ راتګ ازادي تضمین کړي، تر څو د لا لوی اقتصادي او سیاسي بحران مخه ونیول شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.