د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن، خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول نه یوازې یوه بشري ناکامي ده، بلکې دا به پراخې ستراتېژیکې پایلې هم ولري.
هغې ویلي، که اروپايي هېوادونه ځوان افغانان بېرته داسې چاپېریال ته واستوي چې هلته بې وزلي، بې کاري او ناهیلي حاکمه ده، نو ډېر احتمال شته چې دغه ځوانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د طالبانو تر نفوذ لاندې شبکو او دیني مدرسو ته مخه کړي.
نیومن ټینګار کړی چې د کډوالو په اړه پالیسۍ باید یوازې د لنډ مهاله سیاسي فشارونو پر بنسټ ونه ټاکل شي، بلکې د سیمې د اوږد مهاله ثبات او امنیت په نظر کې نیولو سره باید پرېکړې وشي. هغې زیاته کړې چې د افغان کډوالو ملاتړ او ادغام نه یوازې یو بشري مسؤلیت دی، بلکې د اروپا د امنیتي ګټو لپاره هم مهم دی.
لیکوال:سعید سمیر








