لیکواله:سلیمه آریایي
په جاکارتا کې د دوو ځمکنیو رېل ګاډو د ټکر له امله، لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.
نړیوالو رسنیو د دوشنبې په شپه، د اپریل ۲۷مه نېټه، راپور ورکړی چې دا پېښه د جاکارتا په نږدې ښار بیکاسي کې رامنځته شوې ده.
د اندونیزیا د ریل پټلۍ ادارې چارواکو ویلي چې دغه پېښه د یو ښاري ټرین او یو اوږدمهاله مسافر وړونکي ټرین تر منځ په بیکاسي سټیشن کې شوې ده.
مسوولینو ویلي چې ټول ۲۴۰ مسافر د اوږدمهاله رېل څخه په سلامتۍ سره راوتلي، خو د بل ټرین د مسافرو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی معلوم.
همدارنګه، د دې پېښې د علت د څرګندولو لپاره پلټنې پیل شوي دي او د مسافر وړونکو خدماتو په دې لار کې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.








