په پنجشېر کې څو باخبره ځایي سرچینو د سېشنبې په ورځ ویلي، چې د دوشنبې ورځې له چاودنې وروسته طالبانو د عبداللهخېل درې په ولسوالۍ کې له ۳۰ څخه ډېر ځایي اوسېدونکي نیولي دي. د سرچینو په وینا، ځینې نیول شوي کسان بېرته خوشې شوي، خو د دقیق شمېر په اړه کره معلومات نشته.
سرچینې زیاتوي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې د طالبانو حضور زیات شوی او امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
له بلې خوا، «زرغون بهیر» چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح پورې تړاو لري، ویلي چې د دوی اړوند د زرغونې قطعې ځواکونو په یوه عملیات کې د طالبانو د ۱۰ غړو لېږدوونکی موټر د پنجشېر د عبداللهخېل درې په سیمه کې په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
دغه بهیر د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې یاد موټر د منجنستو کلي یوې قرارګاه ته د ځواکونو د لېږد په حال کې و. په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو یو رېنجر موټر د ماین په چاودنه کې الوځول کېږي.
ځایي سرچینو ویلي چې د چاودنې ځای د کلي د والیبال له ډګر سره نږدې و او د پېښې پر مهال یو شمېر ځوانان هلته په لوبو بوخت وو.
د راپورونو له مخې، د پېښې وروسته طالبانو سیمې ته ځواکونه لېږلي او ګڼ شمېر هماغه ځایي ځوانان یې نیولي دي. د درې یوه اوسېدونکي ویلي چې د طالبانو ځواکونه په سړکونو کې لیدل کېږي او وضعیت ترینګلی دی.
سرچینې زیاتوي چې د نیول شویو کسانو له ډلې د دوو کسانو هویت شیرزمان او نورزمان ښودل شوی، چې دواړه وروڼه دي. شیرزمان پخوانی پوځي او نورزمان ښوونکی دی.
مقاومت جبهې ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې نیول شوي کسان د پلټنو لپاره د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او د پنجشېر ولایت امنیه قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
لیکوال:سعید سمیر








